عَنْ أَبِي الْجَعْدِ الضَّمْرِيِّ رَضيَ اللهُ عنهُ، وَكَانَتْ لَهُ صُحْبَةٌ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«مَنْ تَرَكَ ثَلَاثَ جُمَعٍ تَهَاوُنًا بِهَا طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قَلْبِهِ».
[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي والنسائي وابن ماجه وأحمد] - [سنن أبي داود: 1052]
المزيــد ...
له ابو جعد ضمري رضي الله عنه څخه روایت دی، کوم چې یو صحابي و، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"څوک چې ددرېو جمعو لمونځونه د غفلت له امله پرېږدي، نو الله تعالی به یې په زړه باندې مهر ولګوي".
[صحيح دی] - [أبو داود، الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی] - [سنن ابو داود - 1052]
رسول الله صلی الله علیه وسلم د جمعې د لمانځه د نه ادا کولو په اړه خبرداری ورکړی او دا چې څوک د سستۍ او غفلت له امله پرته له عذره درې ځلې د جمعې لمونځ پرېږدي نو الله تعالی به یې زړه باندې مهر ولګوي او وبه یې پوښي چې خېر ورته ونه رسېږي.