عن عبد الله بن عُمر وأبي هريرة رضي الله عنهما أنهما سمعا رسول الله صلى الله عليه وسلم، يقول على أعواد منبره:
«لَيَنْتَهِيَنَّ أَقْوَامٌ عَنْ وَدْعِهِمُ الْجُمُعَاتِ أَوْ لَيَخْتِمَنَّ اللهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ، ثُمَّ لَيَكُونُنَّ مِنَ الْغَافِلِينَ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 865]
المزيــد ...
له عبد الله بن عمر او ابو هریره رضي الله عنهما څخه روایت دی، هغوی دواړو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې د منبر پر تختو یې فرمایل:
"ځینې خلک دې د جمعې د لمانځه له پرېښودلو منع شي، که نه نو الله تعالی به د دوی پر زړونو مهر ولګوي، چې بیا به له غافلو څخه وګڼل شي".
[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 865]
رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل منبر له سره هغو خلکو ته خبرداری ورکړ چې د جمعې لمانځه ته نا حاضرېږي او له کوم عذر پرته یې د بې پروایۍ او تنبلۍ له امله پرېږدي چې یا خو دې دا کار پرېږدي او یا دا چې الله تعالی به یې پر زړونو مهر ولګوي او وبه یې پوښي او داسې یوه پرده به پرې راولي چې د حق له پیروۍ څخه یې منع کړي او بیا به د خېر له اسبابو څخه د بې پروا خلکو له ډلې څخه شي، هغه خلک چې نه غواړي په نفسونو کې یې د الله تعالی وېره ځای ولري.