عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«مَنْ تَعَلَّمَ عِلْمًا مِمَّا يُبْتَغَى بِهِ وَجْهُ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ لَا يَتَعَلَّمُهُ إِلَّا لِيُصِيبَ بِهِ عَرَضًا مِنَ الدُّنْيَا لَمْ يَجِدْ عَرْفَ الْجَنَّةِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ» يَعْنِي رِيحَهَا.

[صحيح] - [رواه أبو داود وابن ماجه وأحمد] - [سنن أبي داود: 3664]
المزيــد ...

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«څوک چې د دنیوي غرض لپاره علم زده کړي، حال دا چې زده کړه یوازې د الله تعالی د خوښۍ لپاره کېږي، نو د قیامت په ورځ به د جنت بوي ونه مومي».

[صحيح دی] - [ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دی] - [سنن ابو داود - 3664]

تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم بیانوي چې څوک د دیني علم زده کړه وکړي، چې په اصل کې د الله تعالی د رضا لپاره کېږي، خو دی یې یوازې د دې لپاره زده کوي چې یو څه دنیوي برخه او ګټه پرې تر لاسه کړي؛ مال یا مقام، نو د قیامت په ورځ به د جنت بوي هم ونه مومي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د علم ترلاسه کولو لپاره اخلاص او په اخلاص ټینګار کول واجب دی.
  2. د دې خبرې پر وړاندې ټینګ خبرداری چې شرعي علم د ځان ښودنې یا دنیوي ګټې د ترلاسه کولو د وسیلې په توګه وکارول شي او دا چې دا کار له کبیره ګناهونو څخه دی.
  3. څوک چې د الله رضا لپاره علم ترلاسه کوي او دنیا ورته په طبیعي توګه راشي، نو اخیستل یې ورته جایز دي او دا ورته هېڅ زیان نه رسوي.
  4. سندي ویلي: د "عرف الجنة" څخه یې مطلب خوشبویي ده، چې معنا یې له جنت څخه په محرومېدو کې مبالغه ده، ځکه څوک چې د څه شي بوي ونه مومي نه یې شي ترلاسه کولی.
  5. که څوک علم زده کړي چې په اصل کې د الله رضا لپاره وي، خو دی یې د وظیفې یا نورو موخو لپاره زده کړي، نو باید الله تعالی ته لدې کار څخه توبه وباسي، نو الله تعالی به یې د بد نیت له ګناه څخه پاک کړي، ځکه هغه سپېڅلی ذات د لوي فضل خاوند دی.
  6. دا خبرداری د دیني علم زده کوونکي ته دی او که څوک د دنیوي علومو لکه د انجینرۍ، کیمیا او داسې نورو زده کړه د دنیا لپاره وکړي، نو هغه پورې اړه لري چې د هر نیت لپاره یې کوي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (34)
نور