«إزْرَةُ المُسْلمِ إلى نصفِ السَّاق، وَلَا حَرَجَ -أو لا جُنَاحَ- فيما بينَهُ وبينَ الكعبينِ، وما كان أسفلَ منَ الكعبين فهو في النار، مَن جرَّ إزارَهُ بطرًا لم يَنْظُرِ اللهُ إليه».
[صحيح] - [رواه أبو داود وابن ماجه وأحمد] - [سنن أبي داود: 4093]
المزيــد ...
له أبو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«د مسلمان ازار - یعنې پېنڅې - د پښو تر نیمایي پورې دی، او هغه څه چې د پښې د ایښې (ښنګري) او نصف الساق ترمنځ وي نو ګناه پرې نشته یا باک نه لري، خو کوم چې د ښنګري (ګیټیو) نه ښکته شي نو هغه په اور کې دی، څوک چې خپل لباس (کمیس او یا پېنڅې) په غرور او تکبر سره ښکته کړي، نو الله تعالى به ورته ونه ګوري»
[صحيح] - - [سنن أبو داود - 4093]
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې مسلمان نارینه ازار (هغه څه چې د سړي ښکته نیمایي بدن پوښي) درې حالاتونه لري: لومړی حالت: مستحب دی چې د ساق یا پنډۍ تر نیمایي پورې وي. دویم: جایز حالت چې مکروه نه دی، هغه دا دی چې ازار له نېمایي نه لاندې تر ښنګرو یا ګیټیو پورې وي؛ یعنې د پښې هغه دوه راوتي هډوکو پورې چې د پښې او قدم په بند کې دي. دریم حالت: حرام دی چې ازار د پښو له ښنګرو (ګیټیو) نه لاندې وي، نو د دې خطر شته چې د اور (سوځیدو) وړ وګرځي، خو که دا کار په غرور، خوښۍ، او سرکښۍ سره ترسره شي نو (ترسره کوونکې ته به) الله تعالی (د رحمت په نظر) ونه ګوري.