عن عائشةَ أمِّ المؤْمنِين رضي الله عنها قالت:
لَمْ يَكُنِ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى شَيْءٍ مِنَ النَّوَافِلِ أَشَدَّ مِنْهُ تَعَاهُدًا عَلَى رَكْعَتَيِ الفَجْرِ.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 1169]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

عائشې د مؤمنانو مور رضي الله عنها، ویلي:
پېغمبر ﷺ د نورو نفلونو په پرتله د سهار د لمانځه (فجر) پر دوو رکعتونو ډېر پابند و.

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 1169]

تشریح

د مؤمنانو مور عائشې رضي الله عنها خبر ورکړی چې پېغمبر ﷺ د نورو نفلونو په پرتله د سهار له لمانځه څخه مخکې په دوو رکعتونو راتبه نفلو ډېر پابند و.

د حديث له ګټو څخه

  1. نفلي لمونځ هغه عبادتونه دي چې دفرضو څخه پرته نور اړوند عبادتونه دي، دلته مقصد د فرضو سره تړلي راتبه سنتونه دي.
  2. راتبه سنتونه: دسهار له لمانځه څخه مخکې دوه رکعتونه، د ماسپښین له لمانځه څخه مخکې څلور رکعتونه او وروسته دوه رکعتونه، د ماښام لمانځه څخه وروسته دوه رکعتونه، او د ماخوستن د لمانځه پسې دوه رکعتونه دي.
  3. دسهار راتبه سنت په کور او سفر کې کېږي، خو د ماسپښین، ماښام او ماخوستن سنت یوازې په اقامت کې کېږي.
  4. د سهار په دوو رکعتونو ډېره سپارښتنه شوې ده، نو باید په اړه یې سستي ونه شي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (35)