عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ:
«مَنْ قَالَ: لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلْكُ وَلَهُ الحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ، فِي يَوْمٍ مِائَةَ مَرَّةٍ، كَانَتْ لَهُ عَدْلَ عَشْرِ رِقَابٍ، وَكُتِبَتْ لَهُ مِائَةُ حَسَنَةٍ، وَمُحِيَتْ عَنْهُ مِائَةُ سَيِّئَةٍ، وَكَانَتْ لَهُ حِرْزًا مِنَ الشَّيْطَانِ يَوْمَهُ ذَلِكَ حَتَّى يُمْسِيَ، وَلَمْ يَأْتِ أَحَدٌ بِأَفْضَلَ مِمَّا جَاءَ بِهِ إِلَّا أَحَدٌ عَمِلَ أَكْثَرَ مِنْ ذَلِكَ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 3293]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"څوک چې: لا إله إلا الله، وحده لا شریک له، له الملک وله الحمد، وهو على کل شيء قدیر، په ورځ کې سل ځلې ووایي دا به د لسو غلامانو د آزادولو برابر وي، او د هغه لپاره به سل نیکۍ ولیکل شي، سل بدۍ به ترې لرې شي او په هغه ورځ کې به ورته تر بیګا پورې د شیطان پر وړاندې مانع وګرځي، او هیڅوک به د هغه په څېر دغوره عمل سره را نه شي، مګر هغه څوک چې تر دې یې هم زیات عمل کړی وي.

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 3293]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې چا: (لا إله) نشته حق اله او معبود ( إلا الله، وحده لا شريك له) مګر یو الله دی چې شریک نه لري؛ نه په الوهیت، نه په ربوبیت او نه په خپلو نومونو او صفاتو کې.(له الملك) هغه لره ټول واک او تدبیر دی، (وله الحمد) او هغه لره ستاینه ده په هر هغه څه کې چې پيدا کړی او اندازه کړی یې دی، (وهو على كل شيء قدير) او هغه پر هر څه قادر دی، نه کوم رقیب لري او نه مدافع، او هغه چې څه ونه غواړي هغه نه کیږي. څوک چې دغه ذکر په ورځ کې سل ځلې ووايي او تکرار یې کړي، نو د الله په نزد د هغه لپاره لکه د لسو غلامانو د آزادولو اجر دی، او پدې سره به ورته سل نیکۍ او په جنت کې سل درجې ولیکل شي، او سل بدۍ به ترې لرې شي، او دا به ورته د شیطان پر وړاندې ساتونکي او دفاعي قلعه وي او له شیطان او د هغه له ملګرو څخه به یې ساتنه کوي، تر دې چې لمر ډوب شی او بیګا داخل شي، د قیامت په ورځ به د ده په څېر بل هیڅوک غوره نه وي، مګر هغه څوک چې لده څخه یې زیات عمل کړی وي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د توحید د کلمې (لا إله إلا الله) فضیلت او لوی اجر.
  2. پر بندګانو د الله پاک پراخه فضل چې بندګانو ته یې د ذکر کولو آسانه لارې چاری روا کړي او لوی ثوابونه یې پرې مرتب کړي دي.
  3. چا چې په ورځ کې دا ذکر له سل ځلو څخه زیات ووایه: نو په حدیث کې د یاد اجر مستحق ګرځي، او د زیاتوالي به نور ثواب ورکړل شي، او دا د ذکر لپاره هغه برید نه دی چې ترې اوښتل روا ندي او یا دا چې له شمېر څخه یې اوښتل روا ندي او یا دا چې په زیاتوالي کې هیڅ فضیلت نشته، یا یې ثواب باطلوي.
  4. نووي رحمه الله فرمایلي: د حدیث له ظاهر څخه دا معنا اخېستل کیږي چې چا په حدیث کې یاد ذکر سل ځلې ووایه، هغه که منظم، برابر او یو د بل پسې وي او یا په بېلابېلو مجلسونو کې ، یا یې یوه برخه د ورځې په سر او بله برخه د ورځې په پای کې وي. خو غوره دا ده چې د ورځې په سر کې یې په منظم ډول ووایي ، چې په ټوله ورځ کې یې ساتندوی شي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اندونیسیایي بنګالي نور (28)
نور