ډلبندي:
+ -
عَن عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ رضي الله عنهما أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَقُولُ:

«إِنَّ قُلُوبَ بَنِي آدَمَ كُلَّهَا بَيْنَ إِصْبَعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ الرَّحْمَنِ، كَقَلْبٍ وَاحِدٍ، يُصَرِّفُهُ حَيْثُ يَشَاءُ» ثُمَّ قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «اللهُمَّ مُصَرِّفَ الْقُلُوبِ صَرِّفْ قُلُوبَنَا عَلَى طَاعَتِكَ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2654]
المزيــد ...

له عبد الله بن عمرو بن العاص - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
"بېشکه د آدم د ټولې اولادې زړونه د رحمان ذات د دوو ګوتو تر منځ دي، لکه یو زړه، نو هر لور ته چې وغواړي ګرځوي یې» بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "ای د زړونو اړوونکی ذاته! زموږ زړونه خپل اطاعت ته وروګرځوه".

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 2654]

تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې د آدم د اولادې ټول زړونه لکه د یو زړه په څېر د رحمان ذات د دوو ګوتو ترمنځ دي، نو هغه یې چې هر لور ته وغواړي هغه لورې ته یې اړوي؛ که وغواړي، پر حق یې پاتې کوي، او که وغواړي له حقه یې اړوي، د الله تعالی واک او تصرف په ټولو زړونو کې داسې دی لکه د یو زړه په څېر، هېڅ کار یې له بل کاره نه بوختوي، بیا نبي صلی الله علیه وسلم داسې دعا وکړه او ویې ویل: ای د زړونو اړوونکیه! چې کله یې طاعت ته اړوې، کله ګناه ته، کله ذکر ته او کله غفلت ته – نو ته زموږ زړونه خپل اطاعت واړوه.

د حديث له ګټو څخه

  1. الله تعالی د خپلو بندګانو زړونه د هغه تقدیر (قضا او قدر) له مخې اړوي، چې مخکې یې پرې لیکلی دی.
  2. مسلمان ته پکار دي چې تل له خپل رب نه د حق او هدایت پر لاره د ثبات غوښتنه وکړي.
  3. د الله نه وېره او یوازې د هغه ذات سره اړیکه ساتل چې یو دی او هېڅ شریک نه لري.
  4. الآجُري ویلي: بېشکه د حق لارویان الله جل جلاله په هغه څه سره یادوي چې الله پرې خپل ځان یاد کړی دی، او په هغه څه سره چې رسول یې؛ صلی الله علیه وسلم پرې یاد کړی دی، او په هغه څه سره چې صحابه کرامو رضي الله عنهم پرې یاد کړی دی، او دا د هغو علماوو تګلاره ده چې پیروي کوي او بدعت نه کوي. پای.
  5. نو اهل سنت الله جل جلاله ته هغه نومونونه او صفتونه ثابتوي چې هغه خپله د خپل ځان لپاره ثابت کړي دي؛ پرته له دې چې تحریف پکې وکړي، انکار ترې وکړي، د څرنګوالي په اړه یې پوښتنه وکړي او یا دا چې مثل یې بیان کړي، او هغه څه د الله تعالی څخه نفي کوي چې هغه له خپل ځان څخه نفي کړي دي، او د هغه څه په وړاندې چوپتیا غوره کوي چې د اثبات یا نفي په اړه یې څه نه دي راغلي، الله تعالی فرمایلي: (‌لَيْسَ ‌كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ). (د الله په څېر هېڅ شی نشته او هغه اورېدونکی او ليدونکی دی).
الملاحظة
قال الآجري: إن أهل الحق يَصِفُوْن الله عز وجل بما وصف به نفسه عز وجل، وبما وصفه به رسوله صلى الله عليه وسلم، وبما وصفه به الصحابة رضي الله عنهم، وهذا مذهب العلماء ممن اتبع ولم يَبتدِع. انتهى. فأهل السنة يُثْبِتُوْن لله ما أثبته لنفسه من الأسماء والصفات من غير تحريف ولا تعطيل ولا تكييف ولا تمثيل، ويَنْفُون عن الله ما نفاه عن نفسه، ويَسكتون عما لم يَرِدْ به نفيٌ ولا إثبات، قال الله تعالى: (‌لَيْسَ ‌كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ).
لا حاجة لأبينها إذ لم يتجرأ أحد من السلف بأن قال أصبعان حقيقيان وإنما قالوا أصبعان لا نعلمهما. هذا وإن المنصفين يعلمون أن الخلف وإن أوّلوا المعنى بالقدرة والإرادة فهم: لم ينكروا أن له أصبعين لكن رفضوا أن يكون المعنى على ظاهره لقرينة منعت ذلك. لم يأتوا بمعنى مخالف لظاهر الحديث فهو يفيد قدرة الله وإرادته في عباده وهذا ما تأولوا معناه هذا وإن المخالفين لهم حتى وإن أثبتوا الأصبعين الحقيقيين الذين نعلمهما فإنهم لا مفرّ لهم من تأول المعنى
النص المقترح لا يوجد...
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري ملاګاسي Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه
ډلبندیانې
نور