«مَنْ عَادَ مَرِيضًا، لَمْ يَحْضُرْ أَجَلُهُ فَقَالَ عِنْدَهُ سَبْعَ مِرَارٍ: أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ، إِلَّا عَافَاهُ اللَّهُ مِنْ ذَلِكَ الْمَرَضِ».
[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي وأحمد] - [سنن أبي داود: 3106]
المزيــد ...
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
څوک چې د ناروغ پوښتنې ته ورغی او دا دعا یې پرې اووه ځلې وویله: أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ، یعنې د لوی الله نه؛ چې د لوی رب څښتن دی سوال کوم چې تا روغ کړي) مګر دا چې الله به یې روغ کړي خو چې نېټه یې پوره شوي نه وي.
[صحيح] - - [سنن أبو داود - 3106]
نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هیڅ مسلمان د بل ناروغ مسلمان پوښتنې ته نه ورځي چې اجل یې پوره شوی نه وي او دا دعا پرې نه وایي - چې (أسأل الله العظيم) د هغه الله نه سوال کوم چې په ذات، صفاتو او افعالو کې لوی دی(رب العرش العظيم أن يشفيك) د لوی عرش خاوند دی چې تا روغ کړي، او اووه ځلې یې پرې وویله - مګر دا چې الله به یې له هغه مرض نه ورغوي.