عَنْ لَقِيطِ بْنِ صَبِرَةَ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ:
كُنْتُ وَافِدَ بَنِي الْمُنْتَفِقِ -أَوْ فِي وَفْدِ بَنِي الْمُنْتَفِقِ- إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: فَلَمَّا قَدِمْنَا عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَلَمْ نُصَادِفْهُ فِي مَنْزِلِهِ، وَصَادَفْنَا عَائِشَةَ أُمَّ الْمُؤْمِنِينَ، قَالَ: فَأَمَرَتْ لَنَا بِخَزِيرَةٍ، فَصُنِعَتْ لَنَا، قَالَ: وَأُتِينَا بِقِنَاعٍ -وَالْقِنَاعُ: الطَّبَقُ فِيهِ تَمْرٌ- ثُمَّ جَاءَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: «هَلْ أَصَبْتُمْ شَيْئًا؟ أَوْ أُمِرَ لَكُمْ بِشَيْءٍ؟» قَالَ: قُلْنَا: نَعَمْ، يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: فَبَيْنَا نَحْنُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ جُلُوسٌ، إِذْ دَفَعَ الرَّاعِي غَنَمَهُ إِلَى الْمُرَاحِ، وَمَعَهُ سَخْلَةٌ تَيْعَرُ، فَقَالَ: «مَا وَلَّدْتَ يَا فُلَانُ؟»، قَالَ: بَهْمَةً، قَالَ: «فَاذْبَحْ لَنَا مَكَانَهَا شَاةً»، ثُمَّ قَالَ: «لَا تَحْسِبَنَّ» وَلَمْ يَقُلْ: لَا تَحْسَبَنَّ «أَنَّا مِنْ أَجْلِكَ ذَبَحْنَاهَا، لَنَا غَنَمٌ مِائَةٌ لَا نُرِيدُ أَنْ تَزِيدَ، فَإِذَا وَلَّدَ الرَّاعِي بَهْمَةً، ذَبَحْنَا مَكَانَهَا شَاةً» قَالَ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّ لِي امْرَأَةً وَإِنَّ فِي لِسَانِهَا شَيْئًا -يَعْنِي الْبَذَاءَ- قَالَ: «فَطَلِّقْهَا إِذن»، قَالَ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّ لَهَا صُحْبَةً، وَلِي مِنْهَا وَلَدٌ، قَالَ: «فَمُرْهَا» يَقُولُ: عِظْهَا، «فَإِنْ يَكُ فِيهَا خَيْرٌ فَسَتَفْعَلْ، وَلَا تَضْرِبْ ظَعِينَتَكَ كَضَرْبِكَ أُمَيَّتَكَ» فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَخْبِرْنِي عَنِ الْوُضُوءِ، قَالَ: «أَسْبِغِ الْوُضُوءَ، وَخَلِّلْ بَيْنَ الْأَصَابِعِ، وَبَالِغْ فِي الِاسْتِنْشَاقِ إِلَّا أَنْ تَكُونَ صَائِمًا».

[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي والنسائي وابن ماجه] - [سنن أبي داود: 142]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

د لقیط بن صبرةرضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
زه د بَنِي الْمُنْتَفِق د وفد استازی وم - یا د بَنِي الْمُنْتَفِق په استازو کې وم-، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورتلو، نو کله چې مونږ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېدو هغه مو په کور کې ونه موند، بلکې موږ له ام المؤمنین عایشې رضي الله عنها سره مخ شو، وایي نو هغې امر وکړ چې زموږ لپاره حلوا تیاره کړای شي، نو چمتو کړای شوه، وایي: او موږ ته په یو قاب کې خرما راوړل شوې، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی، نو وېې فرمایل: 'آیا تاسو څه وخوړل؟ یا ستاسو لپاره د خوړو چمتو کولو څه ویل شوي دي؟ موږ وویل: هو ای د الله رسوله! وېې فرمايل: په داسې حال کې چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو په دې وخت کې شپون رمه پنډغالي ته دننه کړه او یو ورئ ورسره و چې رمباړې یې وهلۍ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «فلانیه څه شی یې وزېږاوه؟» هغه وویل: ښځه بچۍ یې زېږولې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:« پر ځای یې موږ ته پسه حلال کړه» بیایې وفرمایل: «ګمان مه کوئ» چې ستاسو په خاطر مو پسه حلال کړ، زه سل پسونه لرم نه غواړم چې شمېر یې لدې زیات شي، کله چې د شپون په (رمه کې) ښځینه سېرلۍ وزېږېږي، پر ځای یې موږ پسه حلالوو» وایي: ما وویل: اې د الله رسوله! زه یوه پوچ خولې مېرمن لرم (یعنې تېره ژبه لري) رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: طلاقه یې کړه، هغه وویل: ای د الله رسوله! ما سره یې ډېر وخت تېر کړی او اولادونه ترې لرم، وایي «نو نصیحت ورته وکړه» وایي: «نو که خېر پکی وي ستا خبره به ومني، او خپله ښځه دې د وینځې په څېر مه وهه» ما وویل: ای د الله رسوله! د اوداسه په باره کې معلومات راکړه، ویې فرمایل: "پوره اودس وکړه او دګوتو مینځونه خلال کړه او پوزې ته په اوبو اچولو (استنشاق) کې مبالغه وکړه، مګر دا چې روژه یې".

[صحيح دی] - [أبو داود، الترمذي، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی] - [سنن ابو داود - 142]

تشریح

لقیط بن صبرة رضي الله عنه وايي چې هغه او د هغه د قوم؛ بني المنتفق نور خلک نبې صلى الله عليه وسلم استازي ورغلل، وایي: موږ هغه په خپل کور کې ونه موند، خو موږ د مومنانو مور عایشة رضي الله عنها ومونده، هغې امر وکړ چې موږ ته له وړو او غوړیو څخه حلوا چمتو شي او مونږ ته یو طبق یا قاب راوړلی شو چې خرما پکې وې. بیا وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم راغی او ویې ویل: "آیا تاسو ته کوم خواړه وړاندې شوي دي"؟ موږ وویل: هو، لقیط وویل: پداسې حال کې چې موږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ناست وو، د نبي صلى الله عليه وسلم د رمې شپون راغی چې رمه یې پنډغالي ته روانه کړې وه، او په غېږ کې یې یو وزګوړۍ وه چې رمباړې یې وهلې، نو هغه وویل: څه شی یې وزېږګاوه؟ هغه وویل: ښځینه. ویې ویل: نو پر ځای یې موږ ته رسېرلۍ پسه حلال کړه، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ګمان مه کوه چې ستا لپاره مو هغه پسه حلال کړ، موږ ۱۰۰ پسونه لرو، او نه غواړو چې شمېر یې له دې څخه زیات شي، نو کله چې نوی بچی وزېږېږي، پر ځای یې موږ یو حلال کړو، لقیط وویل: ما وویل: اې د الله رسوله! زما د ښځې ژبه اوږده ده او پوچې ویناوې کاروي، څه ورسره وکړم؟ هغه وفرمایل: طلاقه یې کړه. هغه وویل: ما وویل: اې د الله رسوله! هغه ما سره اوږده ملګرتیا لري او زه اولادونه ترې لرم. هغه وفرمایل: نصیحت ورته وکړه، نو که خېر پکې وي په نصیحت به دې عمل وکړي، او که ستا پر نصیحت یې عمل ونه کړ داسې وهل ورکړه چې زیانمنه نه شي، او داسې یې مه وهه لکه څنګه چې خپل غلامان وهې. بیا لقیط وویل: اې د الله رسوله! ماته د اودسه په اړه خبر راکړه. هغه وفرمایل: د اوداسه پر مهال اوبه اندامونو ته ښې ورسوه، او هر غړي ته یې حق ورکړه، هېڅ یو فرض یا سنت یې مه پرېږده، د لاسونو او پښو د مېنځلو پر مهال دې ګوتې پرانیزه، او په پوزه کې اوبو کش کولو او بېرته رایستلو کې زیاته مبالغه وکړه، مګر دا چې روژه وې، چې اوبه دې معدې ته لاړې نه شي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د مېلمه پالنې مشروعیت
  2. اسباغ (بشپړ وینځل) په دوه ډوله دي: ۱ . واجب وينځل: چې له هغه پرته اودس نه بشپړېږي، او موخه ترې د ټول غړي وینځل بشپړ وینځل دي. ۲. مستحب وينځل: مستحب بشپړوالی، چې له هغه پرته اودس بشپړېږي، او موخه ترې دویم ځلي او دریم ځلي وینځل دي، چې دا په اسلام کې مندوب عمل دی.
  3. د وینځلو پر مهال د لاسونو او پښو د ګوتو خلالول مستحب دي، او خلالول یې داسې کېږي چې منځونو ته یې اوبه ورسېږي.
  4. الطيبي وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم په اوداسه کې د ځینې سنتونو ځواب ورکړ؛ ځکه چې پوښتونکی د اودس په اساساتو پوهېده.
  5. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښایسته صفتونو څخه یو صفت دا و چې د نورو احساساتو ته یې ډېر پام کاوه او د هغوی رواني حالات یې مراعتول.
  6. حدیث په اوداسه کې د مضمضې پر وجوب دلیل دی.
  7. حدیث په اوداسه کې پوزې ته د اوبو اچولو پر مهال په مبالغې کولو دلیل دی مګر دا چې اودس کوونکی روژه وي نو بیا ورته مستحب ندی، هسې نه چې د مبالغې له امله یې د پوزې له لارې ستوني ته اوبه داخلې شي، چې پدې سره یې بیا روژه ماتیږي.
  8. حدیث کې پر دې هم دلیل دی چې په هر اسلام قبلوونکي هجرت واجب ندی؛ ځکه چې بنی المنتفق او نورو هجرت نه و کړی، بلکې خپل استازی یې ولیږه، دا حکم په هغه ځای کې هم صدق کوي چې د دین اظهار پکې کولی شي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (35)