عَنْ رَافِعِ بْنِ خَدِيجٍ رَضيَ اللهُ عنهُ قَالَ:
كُنَّا مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِذِي الحُلَيْفَةِ، فَأَصَابَ النَّاسَ جُوعٌ، فَأَصَابُوا إِبِلًا وَغَنَمًا، قَالَ: وَكَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي أُخْرَيَاتِ القَوْمِ، فَعَجِلُوا، وَذَبَحُوا، وَنَصَبُوا القُدُورَ، فَأَمَرَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِالقُدُورِ، فَأُكْفِئَتْ، ثُمَّ قَسَمَ، فَعَدَلَ عَشَرَةً مِنَ الغَنَمِ بِبَعِيرٍ فَنَدَّ مِنْهَا بَعِيرٌ، فَطَلَبُوهُ، فَأَعْيَاهُمْ وَكَانَ فِي القَوْمِ خَيْلٌ يَسِيرَةٌ، فَأَهْوَى رَجُلٌ مِنْهُمْ بِسَهْمٍ، فَحَبَسَهُ اللَّهُ، ثُمَّ قَالَ: «إِنَّ لِهَذِهِ البَهَائِمِ أَوَابِدَ كَأَوَابِدِ الوَحْشِ، فَمَا غَلَبَكُمْ مِنْهَا فَاصْنَعُوا بِهِ هَكَذَا»، فَقَالَ أي رافع: إِنَّا نَرْجُو -أَوْ نَخَافُ- العَدُوَّ غَدًا، وَلَيْسَتْ مَعَنَا مُدًى، أَفَنَذْبَحُ بِالقَصَبِ؟ قَالَ: «مَا أَنْهَرَ الدَّمَ، وَذُكِرَ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ فَكُلُوهُ، لَيْسَ السِّنَّ وَالظُّفُرَ، وَسَأُحَدِّثُكُمْ عَنْ ذَلِكَ: أَمَّا السِّنُّ فَعَظْمٌ، وَأَمَّا الظُّفُرُ فَمُدَى الحَبَشَةِ».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 2488]
المزيــد ...
له رافع بن خدیج رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
موږ د ذوالحلیفه په سیمه کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو چې خلک وږې شول، نو دوی اوښان او پسونه په غنېمت کې ونیول، وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلکو تر شا وو، نو دوی په بیړه حلال کړل او دیګونه یې باندې کړل، رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ چې دېګونه واړول شي، بیا یې له سره وېش وکړ، نو لس پسونه یې د یو اوښ سره مساوي کړل، یو اوښ له دوی څخه وتښتېد، نو دوی ورپسې شول تر دې چې ستړي شول، دا په داسې حال کې چې دوی سره لږ شمېر آسونه وو، نو له دوی څخه یو سړي غشی وار کړ، تر دې چې الله تعالی پرې را اېسار کړ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: «دا څاروي د وحشي ځناورو په څېر طبیعت لري، نو هغه څه چې تاسو یې د ماتولو توان نه لرئ، دا کار ورسره وکړئ»، بیا رافع وویل: "سبا ویره شته چې د دښمن سره مخ - حال دا چې چاقوګان نه لرو ، نو آیا کولی شو په دورمو حلاله وکړو؟" هغه وفرمایل: "هر هغه څه وخورئ چې د حلالې په پایله کې یې وینه بهېدلي وي او د الله تعالی نومپرې یاد شوی وي، پرته له غاښونو او نوکانو څخه چې زه به تاسو ته د هغې شیانو په اړه خبر درکړم: ځکه غاښونه هډوکی دی، او نوکان د حبشیانو د حلالې توکي دي"
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 2488]
رافع بن خدیج رضي الله عنه وایي چې هغوی له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په ذو الحلیفه کې وو، نو خلک وږي شول، په داسې حال کې چې له مشرکانو څخه یې اوښان او پسونه په غنېمت نیولي وو، نو د غنېمت له وېش مخکې یې بیړه وکړه، څاروي یې حلال کړل او پرته له دې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اجازه وغواړي دیګونه یې باندې کړل، دا په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ډلې په ورورستۍ برخه کې رارون و، نو کله چې هغه صلی الله علیه وسلم خبر شو نو د دیګونو د چپه کولو امر یې وکړ، تر څو یې خوروا توی شي، بیا یې د هغوی تر منځ غنیمتونه وویشل، نو د یو اوښ په مقابل کې یې لس پسونه وټاکل، پدې حال کې یو اوښ وتښتېد، نو دوی یې له رانیولو عاجز شول، ځکه لږ شمېر آسونه یې درلودل، نو یو سړي په نیزه وویشت، تر دې چې الله ورته اوښ مهار کړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: دا کورني حیوانات لکه د وحشي ژوو په څېر طبیعت لري، نو هغه چې پر تاسو زورور شول او تاسو یې له رانیولو عاجز شوئ نو داسې کار ورسره وکړئ. رافع بن خدیج وویل: سبا ته له دښمن سره د مخ کېدو شونتیا شته، نو موږ ویره لرو که په تورو حلالې وکړو پڅې به شي، حال دا چې حلالې ته سخته اړتیا ده، او موږ چړې او چاقوګان نه لرو، نو آیا کولی شو د دورمې په تېرو لرګیو حلاله وکړو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: هر هغه شی چې په زیاته کچه وینه وبهوي، په څاروي د الله نوم یاد شي او پرته له غاښ او نوک به بل شي حلال شي چې په اړه به یې معلومات درکړم (نو هغه وخورئ) ځکه غاښ هډوکی دی، او نوک چې دی نو د حبشې کافران یې کاروي.