عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الخُدْرِيَّ رَضيَ اللهُ عنهُ قَالَ:
بَعَثَ عَلِيُّ بْنُ أَبِي طَالِبٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنَ اليَمَنِ بِذُهَيْبَةٍ فِي أَدِيمٍ مَقْرُوظٍ، لَمْ تُحَصَّلْ مِنْ تُرَابِهَا، قَالَ: فَقَسَمَهَا بَيْنَ أَرْبَعَةِ نَفَرٍ، بَيْنَ عُيَيْنَةَ بْنِ بَدْرٍ وَأَقْرَعَ بْنِ حابِسٍ وَزَيْدِ الخَيْلِ، وَالرَّابِعُ: إِمَّا عَلْقَمَةُ وَإِمَّا عَامِرُ بْنُ الطُّفَيْلِ، فَقَالَ رَجُلٌ مِنْ أَصْحَابِهِ: كُنَّا نَحْنُ أَحَقَّ بِهَذَا مِنْ هَؤُلاَءِ، قَالَ: فَبَلَغَ ذَلِكَ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: «أَلاَ تَأْمَنُونِي وَأَنَا أَمِينُ مَنْ فِي السَّمَاءِ، يَأْتِينِي خَبَرُ السَّمَاءِ صَبَاحًا وَمَسَاءً»، قَالَ: فَقَامَ رَجُلٌ غَائِرُ العَيْنَيْنِ، مُشْرِفُ الوَجْنَتَيْنِ، نَاشِزُ الجَبْهَةِ، كَثُّ اللِّحْيَةِ، مَحْلُوقُ الرَّأْسِ، مُشَمَّرُ الإِزَارِ، فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ اتَّقِ اللَّهَ، قَالَ: «وَيْلَكَ، أَوَلَسْتُ أَحَقَّ أَهْلِ الأَرْضِ أَنْ يَتَّقِيَ اللَّهَ» قَالَ: ثُمَّ وَلَّى الرَّجُلُ، قَالَ خَالِدُ بْنُ الوَلِيدِ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَلاَ أَضْرِبُ عُنُقَهُ؟ قَالَ: «لاَ، لَعَلَّهُ أَنْ يَكُونَ يُصَلِّي» فَقَالَ خَالِدٌ: وَكَمْ مِنْ مُصَلٍّ يَقُولُ بِلِسَانِهِ مَا لَيْسَ فِي قَلْبِهِ، قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنِّي لَمْ أُومَرْ أَنْ أَنْقُبَ عَنْ قُلُوبِ النَّاسِ وَلاَ أَشُقَّ بُطُونَهُمْ» قَالَ: ثُمَّ نَظَرَ إِلَيْهِ وَهُوَ مُقَفٍّ، فَقَالَ: «إِنَّهُ يَخْرُجُ مِنْ ضِئْضِئِ هَذَا قَوْمٌ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ رَطْبًا، لاَ يُجَاوِزُ حَنَاجِرَهُمْ، يَمْرُقُونَ مِنَ الدِّينِ كَمَا يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنَ الرَّمِيَّةِ»، وَأَظُنُّهُ قَالَ: «لَئِنْ أَدْرَكْتُهُمْ لَأَقْتُلَنَّهُمْ قَتْلَ ثَمُودَ».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 4351]
المزيــد ...
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
علي بن أبي طالب رضي الله عنه له یمن څخه رسول الله ﷺ ته یو څه سره زر راولېږل، چې په یوه رنګ شوي پوستکي کې تاو وو او له خاورو لا پاک شوي نه و، نو رسول الله ﷺ د څلور کسانو تر منځه ووېشل: عیینه بن بدر، اقرع بن حابس، زید الخیل، او څلورم کس یا علقمه و یا عامر بن طفیل، نو د رسول الله ﷺ له اصحابو څخه یو کس وویل: موږ له دې کسانو نه زیات مستحق وو، وایي، دا خبره رسول الله ﷺ ته ورسېده، نو هغه وفرمایل: «آیا پر ما باور نه کوئ، حال دا چې زه د هغه ذات امین یم چې په آسمان کې دی؟ ما ته د آسمان خبرونه سبا او بیګا راځي» بیا یو سړی راپاڅېد، چې سترګې یې ژورې، غومبوري یې لوړ، تندی یې پورته، ږیره یې ګڼه، سر یې پک، او لنګ یې بډ وهلی و، هغه وویل: اې د الله رسوله! له الله نه ووېرېږه! رسول الله ﷺ وفرمایل: «هلاک شې! آیا زه د ځمکې په خلکو کې تر ټولو زیات له الله نه ویریدونکی نه یم»؟ وایي، بیا هغه سړی لاړ، نو خالد بن ولید رضي الله عنه وویل: اې د الله رسوله! آیا څټ یې ونه وهم، رسول الله ﷺ وفرمایل:«نه، شاید دا سړی لمونځ کوي» نو خالد وویل: ډېر داسې لمونځ کوونکي شته چې په ژبه یو څه وايي، خو هغه یې په زړه کې نه وي، رسول الله ﷺ وفرمایل: «زه مامور نه یم چې د خلکو زړونه وڅېړم یا یې نسونه څیرې کړم» وایي، بیا یې ورولیدل، په داسې حال کې چې هغه روان و، نو ویې فرمایل: د دې سړي له شا څخه به داسې خلک راووځي چې د الله کتاب به ښایسته لولي، خو له ستوني به یې نه تېرېږي، خو له دین څخه به داسې وځي لکه غشی چې له لیندې څخه وځي»، راوي وايي: ګومان کوم رسول الله ﷺ وویل: «که زه هغوی ومومم، نو د ثمود د قوم په شان به یې ووژنم».
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 4351]
علي بن أبي طالب رضي الله عنه له یمنه رسول الله ﷺ ته یوه د سرو زرو ټوټه راولېږله، چې په رنګ شوي پوستکي کې وه، او لا له خاورو پاکه شوې نه وه، وایي: نو رسول الله ﷺ دا د (سرو زرو ټوټه) په څلورو کسانو ووېشله. عیینه بن بدر الفزاري، اقرع بن حابس الحنظلي، زید الخیل النبهاني او علقمه بن علاثة العامري، نو د رسول الله ﷺ له اصحابو څخه یوه سړي وویل: موږ له دې کسانو زیات مستحق وو، وایي: رسول الله ﷺ ته دا خبره ورسیده، نو هغه وفرمایل: «آیا پر ما باور نه کوئ، حال دا چې زه د هغه ذات امین یم چې په آسمان کې دی؟ ما ته د آسمان خبرونه سهار او ماښام راځي». راوي وايي: نو یو سړی راپاڅېد، چې سترګې یې ژورې کندو ته لوېدلې وې، د مخ غومبوري یې راوتلې و، تندی یې پورته و، ږیره یې ببره خو اوږده نه وه، سر یې خریلی و، او د بدن د لاندې برخې لنګ یې بډوهلی و، نو ویې ویل: اې د الله رسوله! له الله نه ووېرېږه!" نو رسول الله ﷺ وفرمایل: «هلاک شې! آیا زه د ځمکې پر مخ تر ټولو زیات د الله نه وېرېدونکی نه یم؟!» راوي وايي: بيا هغه سړی روان شو، خالد بن وليد وويل: اې د الله رسوله! آیا څټ یې ونه وهم؟ نبي ﷺ وفرمايل: نه، کېدی شي لمونځ به کوي، نو خالد وویل: ډېری لمونځ کوونکي شته چې په ژبه هغه څه وایي چې په زړه کې یې نه وي، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ماته پدې امر نه دی شوی چې د خلکو زړونه وڅېړم او نه دا چې نسونه یې څیري کړم؛ بلکې ماته امر شوی چې د خلکو د ظاهري اعمالو پر بنسټ فیصله وکړم، وایي: بيا (نبي ﷺ) هغه ته وکتل، حال دا چې هغه روان و، نو ویې فرمايل: د دې سړي او د ده له ملګرو او قبیلې به داسې نسل راووځي چې د الله کتاب به په ښایسته غږ لولي، د زیات تلاوت له امله به یې ژبې لندې وي، خو قرآن به د هغوی له ستوني نه تېریږي چې زړونه یې درک کړي او پرې اصلاح شي، او الله به یې پرې نه پورته کوي او نه به یې ترې قبلوي، له اسلامه څخه به داسې وځي لکه غشی چې له لیندې سپک او په تېزۍ سره وځي. او ګومان کوم ویې فرمايل: که مې وموندل چې د مسلمانانو په مقابل کې راپورته شوي، نو لکه د ثمود د قوم په څېر به یې پر وړاندې سخت وجنګېږم.